ټوماس وېسټ د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه مهمه او رغنده بللې ده

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د اسلامي همکاریو د سازمان پرونۍ غونډه مهمه او رغنده بللې ده.
ښاغلي وېسټ په خپل ټویټر لیکلي دې ناستې مهمې لاسته راوړنې درلودې چې له هغې ډلې د بشري مرستو لپاره د یوه صندوق پرانیستل او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان او ای سي د ځانګړي استازي ټاکل د یادونې دي.
وېسټ زیاته کړې چې متحده ایالات د افغانستان په تړاو د او ای سي له دریځ او همکاریو تود هرکلی کوي.
د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو فوقالعاده غونډه پرون د اسلاماباد په کوربهتوب وسوه چې پهکې له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار وسو.
د دغه سازمان د سکرتر جنرال مرستیال طارق علي بخیت د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.