د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو اټکل سوی

Dec 28, 2022 - 19:12
Dec 28, 2022 - 19:14
 14
د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو اټکل سوی

افغانستان کې  د حکومت د هوا پېژندنې ادارې په ۱۳ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو اټکل کړی دی.

د دې ریاست په نننۍ بیانیه کې ویل شوي، په پکتیکا، فراه، غور، هلمند، هرات، بادغیس، دایکندي، میدان وردګ، بامیان، غزني، کندهار او زابل ولایتونو کې د پنجشنبې په ورځ د باران او واورې د ورېدو احتمال سته.

په بیانیه د واروې اندازه له لسو څخه تر دېرشو سانتي مترو او د باران اندازه له لسو څخه تر شلو سانتي مترو پورې اټکل سوې ده.

د افغانستان په یادو ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت اټکل داسې وخت کېږي چې له ګڼو ولایتونو څخه لا دمخه د کورونو د تودخې لپاره د کارېدونکو سون توکو د کمښت راپورونه خپاره سوي دي.