د هند له لوري مرسته شویو غنمو دوهمه جوپه نن افغانستان ته رسیږي

Mar 6, 2022 - 17:11
 10
د هند له لوري مرسته شویو غنمو دوهمه جوپه نن افغانستان ته رسیږي

د هند له لوري د مرسته شویو غنمو دویمه جوپه پرون د واګې بندر له لارې پاکستان ته دننه شوه او ټاکل شوې چې نن افغانستان ته ورسیږي.

پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي، په دویم پړاو کې پر ۳۶ لاریو بار ۲ زره ټنه غنم په واګې بندر کې له امنیتي او ګمرکي چارو وروسته نن افغانستان ته انتقالیږي.

د افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخی، د هند له لوري مرسته شوي ۵۰زره ټنه غنم باید په یوه میاشت کې د پاکستان له طریقه افغانستان ته انتقال شي، خو اوس چې د دې لړۍ له پیل څخه دیارلس ورځې تیریږي، تر اوسه یواځې څلور زره او پنځه سوه ټنه غنم افغانستان ته انتقال شوي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې تر دې دمه د غنمو انتقال چارې ته په کتو، نا ممکنه ده چې یاد پنځوس زره ټنه غنم دې په یوه میاشت کې له هند څخه افغانستان ته انتقال شي.

د دوی د محاسبې پر بنسټ، افغانستان ته د هند د مرسته شویو غنمو انتقال به ۴۸ ورځې ونیسي او د ټاکل شوې نیټې غځول د دریواړو هیوادونو ترمنځ بیا ځلي هوکړې ته اړتیا لري.