اسراییل: سوریې ته دې د کیمیاوي وسلو اجازه نه ورکول کېږي
د اسراییل د استخباراتو وزیر وایي، سوریې ته باید اجازه ور نه کړل سي چې کیمیاوي وسلو ته لاسرسۍ ولري.
الازارسټیرن پرون سې شنبه (د لېندۍ ۲۳مه) د دې هېواد د پوځ له راډیو سره په مرکه کې وویل، اسراییل نه سي کولای چې په شمال کې د خپل دښمن په لاس کې کیمیاوي وسلې وویني.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې امریکایي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړ چې اسراییل سږ او تېرکال دوه ځلي د سوریې د کیمیاوي وسلو تاًسیسات په نښه کړي وو.
د سوریې حکومت چې د ۲۰۱۳ میلادي کال په سېپټمبر میاشت کې د دمشق په لویدیځ کې پر مرګونۍ کیمیاوي حملې تورن شوی و، د روسیې د فشارونو په نتیجه کې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي له کنوانیسون سره یوځای سو.
د دغې ادارې څارونکو د بشرالاسد رژیم په ۲۰۱۷ میلادي کال د درې کیمیاوي حملو مسول پېژندلی و.