اوکراین: د کیف د دفاع لپاره زرګونه کسان او درنې وسلې چمتو سوي

Feb 26, 2022 - 12:54
 6
اوکراین: د کیف د دفاع لپاره زرګونه کسان او درنې وسلې چمتو سوي

د اوکراین د دفاع وزارت د دې هېواد د پلازمېنې کیف د دفاع لپاره د زرګونه کسانو او درنو وسلو د چمتو کېدو خبر ورکوي.

د راپورونو له مخې تېره شپه د کیف د شمال لویدیځ په ځینو برخو کې جګړه روانه وه.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي، د روسيې پوځ د یرغل پرمهال ملکي وګړي په نښه کوي. مسکو دا ادعا رد کړې ده.

بل خوا روسیه ادعا کوي چې د کیف په شمال لویدیځ کې هوستومیل هوايي اډه یې نیولې ده، خو دا ادعا نه ده تایید شوې او د اوکراین پوځ هم ویلي چې دې سیمه کې درنې جګړې روانې دي.