ا ا ا: د ترکمنستان چارواکو ته د ټاپي پروژې امنیتي طرح سپارل سوې

Feb 26, 2022 - 12:50
Feb 26, 2022 - 12:51
 6
ا ا ا: د ترکمنستان چارواکو ته د ټاپي پروژې امنیتي طرح سپارل سوې

اسلامي امارت وايي چې د ترکمنستان چارواکو ته یې د ټاپي پروژې د رغونې امنیتي طرح سپارلې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عاقل جان عَزام ازادي راډیو ته وویل، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازو پرون جمعه په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجراییه رییس محمد میرات امانوف سره په کتنه کې د دې طرحې په اړه خبرې وکړې: "له دوی سره د ټاپي پروژې بشپړ امنیتي پلان شریک سو. د ترکمنستان سفیر او اجراییه رییس له امنیتي پلوه ډاډ ورکړ او ویې ویل، د دې پروژې چارې نورې بشپړې سوي او په نژدې راتلونکو ورځو کې به یې عملاً کار پیل سي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند د دې طرحې د جزییاتو په اړه څه ونه ویل. د ټاپي نللیکه چې د پلان له مخې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي په تېرو شلو کلونو کې د ناامنیو له کبله ځنډېدلې وه.