د پاسپورټ ریاست: ۱۴ نورو ولایتونو کې د پاسپورټ د ورکړې بهیر پیلېږي

Dec 5, 2021 - 14:48
 6
د پاسپورټ ریاست: ۱۴ نورو ولایتونو کې د پاسپورټ د ورکړې بهیر پیلېږي

د پاسپورټ ریاست سر له سبا دوشنبې (د لېندۍ ۱۵مه) د افغانستان په ۱۴ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش بهیر پیلوي.

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ سرپرست رییس عالم ګل حقاني نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دې ولایتونو لپاره یې د اړتیا وړ توکي او ټول تخنیکي وسایل برابر کړي.

حقاني زیاتوي: "په دې وتوانېدو چې د پاتې ۱۴ ولایتونو ماشین الات، د بېپ، بایومټریک، جم‌کېټونه او ټول وسایل پوره کړو او د الله په نصرت او مرستې سره خپل کار ته دوام ورکړو."

فراه، نېمروز، بادغېس، پکتیکا، لغمان، کونړ، تخار، زابل، ارزګان، جوزجان، سمنګان، بغلان، بامیان او پنجشېر هغه ولایتونه دي چې سبا دوشنبه به په کې د پاسپورټونو د جوړېدو بهیر پیل شي.

د پاسپورټ ریاست سرپرست وايي، په کابل کې لا هم ماشینونه په بشپړ ډول فعال نه دي او تر راتلونکو لس ورځو پورې به فعال شي.

د دې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، تېرو درې مياشتو کې ۱۲۵ زره پاسپورټونه جوړ او وېشل شوي دي.

د پاسپورټ ریاست چارواکي د ۷۵ هغو کسانو له نیول هم خبر ورکوي چې د لوړې کچې کمېشنکاران وو.

دغه شان د جعلي پاسپورټونو يوه ډله هم تازه نيول شوې چې ټول شيان، ان ټاپې او د پاسپورټ کتابچې يې لا جعلي جوړولې او عدلي ارګانونو ته سپارل شوې ده.