امريکا له پاکستان د ترهګرو ډلو د ځپلو هيله کړې

Sep 15, 2022 - 18:12
 5
امريکا له پاکستان د ترهګرو ډلو د ځپلو هيله کړې

د امریکا متحد ایالتونه وايي، له پاکستان څخه هیله لري چې د ټولو تروریستي ډلو پر ضد اقدام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې خپل مهم متحد ګڼي خو تمه لري چې دا هېواد به د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه د دغه وزارت د ویاند نیډ پرایس په قول لیکلي چې واشنګټن په روان مالي کال کې پاکستان ته ۵۳ میلیون ډالره بشري مرسته ورکړي ده.

امریکا په تېرو څه باندې شلو کلونو کې هم پاکستان د تروریزم خلاف خپل متحد باله خو په ځلونو یې له دغه هېواده غوښتي چې د تروریستي ډلو ترمنځ توپیر ونه کړي.