په سوریه کې د کرد ځواکونو او داعش ډلې په نښته کې ۱۳۶ کسان وژل سوي

Jan 24, 2022 - 13:16
 8
په سوریه کې د کرد ځواکونو او داعش ډلې په نښته کې ۱۳۶ کسان وژل سوي

په سوریه کې د امریکا له ملاتړ برخمن کرد ځواکونو او داعش یا اسلامي دولت ډلې په یوه تازه نښته کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۶ ته پورته سوی.

دا خبره د سوریې د وضعیت یوې څارونکې ډلې چې مرکز یې لندن کې دی راپور کړې ده.

څلور ورځې مخکې د سوریې په حسکه ښار کې د داعش ډلې د بندي جنګیالیو د خلاصون لپاره د دې ډلې وسله والو په یوه زندان ډله ییز برید وکړ.

د زندان ساتونکو کرد پوځیانو چې د امریکا ملاتړ ورسره دی په بریدګرو باندې عملیات وکړل.

په نښتو کې د داعش څلور اتیا غړي او ۴۵ کرد جنګیالي چې په کې د زندان داخلي امنیتي کسان هم شامل دي وژل سوي.

له کله چې د اسلامي دولت ډلې خلافت ړنګ شو دا لومړی وار و چې د دې ډلې جنګیالي په سوریه کې یو لوی برید وکړ.

د راپورونو له مخې د سوریې په حسکه ښار کې په زندان باندې د برید پر مهال لږ تر لږه اووه ملکیان هم وژل سوي.