مسؤلین: د سالنګ پر لار د پېښو په وړاندې د اقدام لپاره ۱۳ مرکزونه جوړ سوي

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ پر لویه لار د پېښو په وړاندې د اقدام لپاره ۱۳ مرکزونه جوړ سوي دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حقشناس پرون په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:"د ژغورنې دغه محلات یا د اضطرار اتاقونه په ژمنیو تجهیزاتو مجهز دي. ګران هېوادوال کولای شي د لویې لارې د تړل کېدو، توفان او واورې ښویېدو په صورت کې، زموږ دغسې یوه مرکز ته ځان ورسوي."
هرکال د ژمي پر مهال پر سالنګ درنه واوره اوري چې زیات وخت د دې لار د تړل کېدو سبب کېږي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې پرون وویل چې دغه لار د ۳۰ ساعتونو له تړل کېدو وروسته د سورلیو د موټرو پرمخ پرانیستل سوه.