هېدر بار: د ښځو د حقونو دوه فعالانې باید ژر تر ژره خوشې سي

Jan 24, 2022 - 10:27
 5
هېدر بار: د ښځو د حقونو دوه فعالانې باید ژر تر ژره خوشې سي

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشره وايي چې د ښځو د حقونو دوه فعالانې پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني باید ژر تر ژره خوشې سي.

هیدر بار تیره شپه په خپل ټوېټر باندې دا خبره لیکلې ده.

هغې ویلي:" له چهارشنبې راهیسې دا دوه افغانې فعالانې ترۍ تمې دي اسلامي امارت که څه هم دا ردوي چې هغوی ورسره دي خو د ځای د معلومولو لپاره یې هم هېڅ پلان نه ورکوي."

هیدر بار د امریکا د خاص استازي توماس وېسټ په وروستي بیان هم انتقاد کړی چې ویلي یې دي ،له طالبانو سره د پرانیستو سترګو ډیپلوماسي کوو.

بار نیوکه کړې چې ولې د پرانیستو سترګو په دې ډیپلوماسي کې د ښځینه معترضینو د یرغمل نېونې په تړاو غږ نه پورته کېږي.

طالبان د ښځو د حقونو د دوو فعالانو پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني په بندیانولو باندې تورن سوي.

د طالبانو ویاندویانو بیا دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دا ښځې دوی نه دي بندیانې کړي.