خبريالان او وياندويان: ښې همږغۍ ستونزي کمي کړي او په ګډه ګډ کار ته ژمن يو

خبريالان او وياندويان: ښې همږغۍ ستونزي کمي کړي او په ګډه ګډ کار ته ژمن يو.
په جنوب کي افغان خبريالان وايې چي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې په نوښتونو د رسنيو او حکومتي مسوولينو تر منځ همږغي ډيره سوې ده او رسنېزو فعاليتونو ته د پخوا په پرتله زمينه برابره سوې ده.
هغوی دا څرګندوني نن د جنوب زون د ۶۰ تنو مسلکي او مطرح خبريالانو او د کندهار د حکومتي مسوولينو تر منځ په جوړه سوې غونډه کي وکړې.
د غونډي مشري په جنوب کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې کول.
د خونديتوب کميټې مسوول احمد لودين د همږغۍ د وروستیو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي د يوې ګډي کمېټې ايجاد، معلوماتو د لاسرسي لا اسانتيا،د رسنيو اقتتصادي پياوړتيا او د يوه قبول طرزالعمل جوړول او عملي کول يې لازمي اړتياوي وبللې.
هغه د کندهار،هلمند،زابل او ارزګان د وضعيت د ارزوني د پايلي په اعلان سره وويل چي اوس همږغي زياته سوې او ستونزي را کمي سوي دي خو بايد نور کار هم وسي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس حافظ نوراحمد سعيد،دکندهار د والي وياند حاجي زيد او د کندهار ښاروالۍ د عامه اړيکو مسوول زمري څرګند دا ډول غونډي خورا موثري وبللې او خبريالانو ته يې د هر ډول همکارۍ او اقتصادي خودکفايې په اړه د همکارۍ د جلب ډاډ ورکړ.
خبريالانو هم خپلي غوښتني وړاندي کړې او له مرکزي حکومت څخه يې وغوښتل چي د رسنيو د ښې ودي او د بيان د ازادۍ د اصولي لارو د ټينګولو دپاره دي لويي موسسې چي دا مهال يې په افغانستان کي فعاليتونه دوام لري جلب کړي څو رسنۍ پر پښو ودروي.
په وروستيو کي د ګډ کار دپاره ګډي ژمني بيا تازه سوې او تعاهد وسو چي يو له بل سره به ګډي همکارۍ نوري هم قوي کوي.
سکون راډیو