ااا: د نجونو د ښوونځيو بيا پرانيستلو هڅې دوام لري

Apr 15, 2022 - 17:19
 19
ااا: د نجونو د ښوونځيو بيا پرانيستلو هڅې دوام لري

 د پوهنې وزارت یو وار بیا ویلي چې په افغانستان کې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره هڅې دوام لري.

د دغه وزارت ویندوی عزیزاحمد ریان د پاک – افغان جرګه په نوم په یوه انلاین غونډه کې وویل، اسلامي امارت جدي کار کوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره میکانېزم جوړ او عملي شي.

که څه هم ده وویل چې په دې لړ کې پرمختګونه شوي خو ویې نه ویل چې څومره یا څه ډول پرمختګونه.

د اسلامي امارت د مخکینیو ژمنو خلاف د حمل په درېیمه له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړه.