استرالیا وايي د څلورو کلونو په موده کې ۱۵۰۰۰ افغان کډوال مني

Jan 22, 2022 - 12:22
 7
استرالیا وايي د څلورو کلونو په موده کې ۱۵۰۰۰ افغان کډوال مني

د استرالیا حکومت اعلان وکړ چې ۱۵۰۰۰ زره افغانان به د څلورو کلونو په موده کې د بشري خواخوږۍ او کورنیو د ویزو د پروګرام له لارې ومني.

لس زره کسانو ته به استرالیا ته د بشري دلایلو له وجې د مهاجرت د موجود پروګرام له لارې او پنځه زره نورو ته په استرالیا کې د کورنۍ د غړو او خپلوانو له خوا د سپانسر کېدو( مالي تضمین) له لارې ویزې ورکړل سي.

د استرالیا د مهاجرینو، تابعیت ، د مهاجرت د خدمتونو او ګڼ کلتوري چارو وزیر الېکس هاک وویل استرالیا ته د افغانانو دمهاجرت په پروګرام کې دغه زیاتوالی په افغانستان کې د اوسني بشري وضعیت په وړاندې د استرالیا د مسئولیت منلو ژمنه څرګندوي. استرالیا د تیرکال د اګست په میاشت کې د ۳۰۰۰ افغانانو د منلو اعلان کړی و.

ټاکل شوېده چې د استرالیا د مهاجرنیو د چارو وزیر په راتلونکو اونیو کې په دې هکله په استرالیا کې له میشتو افغانانو سره هم خبرې وکړي.

استرالیا په داسې حال کې د زیاتو افغان کډوالو د منلو اعلان کوي چې د تیرکال د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته، د کابل له هوايي‌ ډګر څخه د تخلیې د لویو عملیاتو په بهیر کې له ۱۲۰ زرو زیات افغانان بهر ووتل چې ډیر شمیر یې امریکا او اروپايي هیوادونو ته ولېږدول سول.

امریکا وايي له افغانستان څخه د خپلو اتباعو او له ګواښ سره مخ افغانانو وتلو ته ژمنه ده، خو له افغانستان څخه د وتونکوافغانانو دوتلو پروسه ډیره سسته پرمخ ځي.