رینا امیري د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره خبرې کړي

Sep 24, 2022 - 17:39
 5
رینا امیري د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره خبرې کړي

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي طارق علي بخیت سره یې د افغان ښځو او ځوانانو د ملاتړ په اړه خبرې کړي.

مېرمن امیري پرون پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د ۷۷ غونډې په څنډه کې یې له ښاغلي بخیت سره په داس حال کې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ هم حاضر و، وکتل.

مېرمن امیري ویلي دوی په دې کتنه کې موافقه وکړه چې د افغان نجونو د تعلیم لپاره د حق لپاره باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو د یوې برخې په توګه مبارزه وشي.

د نجونو تعلیم هغه مسئله ده چې مېرمن امیري او نورو امریکايي چارواکو یې په وار وار ملاتړ کړی او د ا ا ا پر حکومت یې فشار راوستی چې له شپږم د پورته ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بیا پرانېزي.