د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ایران له مرستیال سفیر سره کتلي دي.

Jun 1, 2023 - 12:45
 6
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ایران له مرستیال سفیر سره کتلي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ایران له مرستیال سفیر سره کتلي دي. په دغه کتنه کې د کابل په افشار سيمه کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د مرکز د کارونو، په بامیان کې د ایران له لوري د جوړېدونکي روغتون د کارونو د پرمختګ او په ننګرهار کې د شکر ناروغانو د درملنې لپاره د جوړ سوي مرکز د روغتیايي خدماتو په اړه بحث او خبرې سوې دي. ډاکټر قلندر عباد په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي خدماتو په برخه کې د ګډو همکاریو پر لا ښه والي ټینګار کړی دی.