د کجکي بند او د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حقابې اړوند راپور!

Jun 1, 2023 - 21:20
 21
د کجکي بند او د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حقابې اړوند راپور!

د هلمند سیند پر څنډه دا شنه کښتو راپور!نه او پرتې ځمکي له وچکالۍ سره مخ دي خو ایران په بار بار د خپل حقابې غوښتنه کوي.

دا د هیواد په سویل کې د کجکي په نوم د اوبو یو ستر بند دی، چې هلمندیان یې د هلمند د زرین پَیر په نامه هم یادوي.

دغه بند له نن څخه ۷۰ کلونه وړاندي د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په دوران کې د ۱۹۵۱ او ۱۹۵۳ میلادي کلونو ترمینځ د یو امریکایي ساختماني شرکت (موریسن) له لوري د هلمند د پراختیایي پلان په ترڅ کې جوړ سو او د هیواد تر ټولو مهم بند شمیرل کیږي.

یاد بند ۱۰۰ متره لوړوالی او ۲۷۰ متره اوږدوږالی لري، د دغه بند چارچاپیره هسک غرونه دي او اوبه یې هم په همدې غرونو سره کنټرولیږي. د اوبو زېرمه یې ۱،۷ میلیارد متره مکعبه ده چې د نغلو بند ۳ برابره کیږي، دا بند ۶۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوبولی سي، د هلمند برېښنا ریاست د مسؤلینو له قوله، پر یاد بند نصب توربینونه د شاوخوا ۱۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدلو وړتیا لري او اوسمهال لښکرګاه او کندهار ښارونو ته ۶۴ مېګا واټه برېښنا ورکوي.

په دې وروستیو کې د ایران هیواد لوړ پوړو چارواکو د کجکي بند او هلمند سیند په اړه ویلي وو چې ګواکي د ا.ا د مسؤلینو له لوري دوی ته اوبه نه ورکول کیږي، د ایران د ولسمشر په خبره؛ نوموړی په جدي ډول په هلمند سیند کې د خپلې حقابې غوښتونکی دی.

بل خوا بیا د هلمند سیندیزي حوزې ریاست مسؤلین وایي: په کجکي بند کې په کافي اندازه اوبه نسته، په دغه بند کې اوسمهال دومره اوبه سته چې د هلمند له ۱۸ ولسوالیو څخه یې ۹ ولسوالیو ته بسَنه وکړي. د مسؤلینو په وینا؛ د نیمروز بند کمال خان ته د ذخیرې لپاره د اوبو ورکولو خبره خو لا لیري ده.

ورته مهال د یاد ولایت د لیري پرتو ولسوالیو کرونده ګر هم وایي، اوبو ته زیات ضرورت لري او آبادي سیمي یې د اوبو له نشتون سره مخ دي. دوی زیاتوي، موږ ایران ته په هغه صورت کې اوبه ورکولای سو چې د کجکي بند زموږ اړتیاوي پوره کړي.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د شویو بارانونو او راغلیو سیلابونو پر مټ د کجکي بند برېښنا د پخوا په پرتله څو برابره زیاته سوې او د هلمند ـــ کندهار ښارونه یې له ۲۴ ساعته برېښنا څخه برخمن کړي، چې دا د ځایي خلګو یوه لویه غوښتنه وه.

محمد نسیم شاکر

سکون راډیو