د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې له یوې نیمي لسیزي انتظار وروسته پوهنتون ته ارتقاء وکړه.

Jun 1, 2023 - 23:46
 19
د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې له یوې نیمي لسیزي انتظار وروسته پوهنتون ته ارتقاء وکړه.

هلمند نن یو ځل بیا د یوې بلي د پرمختګ د ناستي کوربه وو، هغه ناسته چې هلمندوال یې له کلونو راهیسي په انتظار وه.

نن پنجشنبه د جوزا یا غبرګولي د میاشتي ۱۱مه په هلمند پوهنتون کې د یاد ولایت د لوړو زده کړو دولتي مؤسسې وه پوهنتون ته د ارتقاء کیدلو په مناسبت په جوړه سوې غونډه کې د ګڼ شمیر دولتي ادارو استازیو، د پوهنتون ښوونکو او محصلینو ګډون درلود.

د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسه چې په ۱۳۸۶ کال کې تاسیس او په ۱۳۸۷ کال کې یې په فعالیت پیل وکړ، قریب یوه نیمه لسیزه انتظار وروسته یې وه پوهنتون ته ارتقاء وکړه. یاد  پوهنتون اوسمهال د ۶ پوهنځیو په لرلو سره شاوخوا ۲۰۰۰ تنه محصلین لري. په هلمند پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت استازي د سکون راډیو سره د خبرو پرمهال وویل: په هلمند کې د لوړو زده کړو دولتي مؤسسه داسي مهال وه پوهنتون ته ارتقاء کوي چې وروسته له ډیري مودې او د پوهنتون د رهبرۍ له زیاتو هڅو یې په مسلسل ډول مرکز ته د پوهنتون د ارتقاء غوښتنه کول چې بالاخره دا غوښتنه یې ومنل سول.

په یاده غونډه کې د هلمند ولایت مقام استازي هم په خپله وینا کې ډاډ څرګند کړ چې د هلمند ولایت مقام او رهبري به همیشه د دغه پوهنتون سره همږغې وي او تل به یې ملاتړ کوي.

بلخوا بیا په هلمند کې د خصوصي پوهنتونونو مسؤلین وایي: خوښ یو چې په یو داسی غونډه کې ګډون لرو چې د هلمند د لوړو زدکړو په برخه کې یو اوچت ګام دی، دوی زیاته کړل چې موږ همیشه له هلمند پوهنتون سره همکار پاته سوي یو او د لا همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

ورته مهال دیني عالمان هم وایي؛ هلمند پوهنتون ته به اوس د یو خپلواک پوهنتون په توګه سهمیه ورکول کیږي او په خبره یې؛ ښوونیز مرکزونه چې په راس کې یې پوهنتون او مدرسه قرار لري د یو هیواد لپاره داسي مثال لري لکه په بدن کې پښتورګی.

باید وویل سي چې په بست زون کې له کندهار راوروسته هلمند یواځينی پوهنتون دی چې د دغه زون له پنځو نورو سیالانو څخه یې مخکي وه پوهنتون ته ارتقاء وکړل او د لوړو زده کړو له وزارت سره په خپلواک ډول د پوهنتون په توګه وشمیرل سو.

عبدالباعث وحیدی

سکون راډیو