هلمند کي بست پوهنتون د پښتو ژبي نړیواله ورځ ولمانځل.

May 31, 2023 - 17:30
 34
هلمند کي بست پوهنتون د پښتو ژبي نړیواله ورځ ولمانځل.

هلمند کي بست پوهنتون د پښتو ژبي نړیواله ورځ ولمانځل.

د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په بیلابیلو  هیوادونو کې هر کال د مې میاشتې ۲۹مه «غبرګولي نهمه» د پښتو ژبې نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

ګڼ شمیر فرهنګ‌پالو او پښتنو پر ټولنیزو رسنیو د «پښتو ژبې نړیوالې ورځې» مبارکي لیکلي او د یادې ژبې د ودې او پراختیا غوښتنه یې کړې ده.

پښتو چې د لرغونو اريايي ژبو یوه خپلواکه ژبه ده چې په دې وروستیو کلونو کې پر کتابونو سربېره ټکنالوژۍ ته هم ورګډه سوې، خو د ژب پوهانو په اند لا هم ډېر کار ته اړتیا لري.

د همدې ورځې  په مناسبت هلمند کي بست خصوصي پوهنتون یوه شانداره غونډه جوړه کړې وه چي ګ‌ډون وال يې د پوهنتون استادان، لیکولان، شاعران او ګڼ شمیر د فرهنګ او ادب مینوال وه.

ددې لمانځغوندې پر مهال دبست خصوصي پوهنتون موسیس وویل د پښتو ژبي د غني کولو  په ادارو کي د رسمي کارولو او همداراز په خپل لیکدود کي د پښتو ژبي پر کارولو ټينګار وکړ.

نوموړي زیاته کړل چي نه یوازي باید شاعران او لیکوالان پښتو ژبي ته کار وکړي بلکي ټول ځوانان او لوستي کسان په ګډه کار وکړي او پښتو ژبه تر دې هم غني کړي.

په غونډه کي د پوهنتون استادانو او هلمند میشو لیکولانو د ژبي پر اهمیت، د ژبو پیدایښت، د ژبو له منځه تلل او ورته موضوعاتو بحث وکړ. دوي د پښتو ژبي تاریخ، د ژبو مخینه، د لومړنیو انسانانو د پوهولو وسیلې  وبللي او د پښتو ژبي پر ارزښت یې خبري وکړې ، ځوانان یې وهڅول چي په پرمختللې او متمدنه نړۍ کي د نوي ټکنالوژۍ په مټ پښتو ژبه لا غني کړي.

دوي غوښتنه وکړه چي په خپل درسي بهیرونو کي د پښتو ژبي لپاره کار وکړي تر څو نوی نسل د پښتو ژبي څخه لا ښه برخمن کړل سي.

پر همدي مهال بیا هلمندي شاعرانو او نعت ویوونکو په خپلو شعرونو او ترنمونو پروګرام ته نوره ښکلا هم ور وبخښل او محفل یې رنګین کړ.

د یو‌شمېر بنسټونو د معلوماتو له مخې، دا مهال څه باندې ۸۰میلیونه وګړي پر پښتو ژبه خبرې کوي چې پر افغانستان سربېره پاکستان، هند او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي

تېر کلونه به د حکومت په کچه د پښتو ژبې د ورځې نمانځنې په تړاو غونډې جوړېدې، خو سږکال یې تر دې مهاله د نمانځ‌غونډې په اړه څه نه دي ویل سوي.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو