افغان کریکټ ملي لوبډلې د درېو یو ورځنیو لوبو دسریز په لومړنۍ لوبه کي کوربه سریلانکا ته په خپل کورکي د ۶ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

Jun 3, 2023 - 13:51
 17
افغان کریکټ ملي لوبډلې د درېو یو ورځنیو لوبو دسریز په لومړنۍ لوبه کي کوربه سریلانکا ته په خپل کورکي د ۶ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ چي پرون جمعه د جون پر ۲مه د سریلانکا په همبنټوټا لوبغالي کي ترسره سوه. افغان لوبډل مشر حشمت الله شاهیدي دلوبي ټاس وګټی خو نوموړي لومړۍ توپ اچونه غوره کړه.

کوربه لوبډلې لومړۍ بیټینک راپیل کړ ،چي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ټاکلو ۵۰ اورونو کي ۲۶۸ منډي جوړي کړي. او افغان لوبډلي ته یې د 269 منډو مناسب هدف ورکړ.

سریلانکا ته په توپ وهنه کي چاریت اسلانکا 91،دننجیا ډیسیلوا 51 او پاتم نیسینکا بیا 38 زیاتي منډي جوړي کړي. د افغان لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي فریداحمد ملک،فضل الحق فاروقي ۲ـ۲،عظمت الله عمرزي، مجیب الرحمن، نوراحمد او محمدنبي بیا یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په دوهم اننګز کي که څه هم دافغان لوبډلي پیلیز توپ وهونکي رحمن الله ګربز خپل ویکټ ژر له لاسه ورکړه،خو درحمت شاه او ابراهیم ځدران ترمنځ یوه بهترینه ملګرتیا هغه څه وه، چي سیالي لوبډلي ته یې دماتې خبر ورکړ.

افغان لوبډلي ورکړل سوی هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره دلوبي په 47 اور کي ترلاسه کړ. د افغان لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي ابراهیم ځدران ۹۸،رحمت شاه زورمتي 55 او لوبډلمشر حشمت الله شاهیدي بیا 38 زیاتي منډي جوړي کړي.

سریلانکا ته په بالینګ کي کاسون راجیتا 2،لاهیرو کمارا او متیشا پتیرانا بیا یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه. ابراهیم ځدران دیادې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه،چي نوموړي ترټولو زیاتي 98 منډي جوړي کړي.

د ویلو ده،چي دواړه لوبډلي به د سریز دوهمه لوبه د جون میاشتې پر ۴مه نېټه دیکشنبي په ورځ په همدې لوبغالي کي ترسره کړي.

نصیراحمد فضلي

سکون راډیو