کرېکټ: سکاټلنډ او بنګله دېش خپلې لوبې وکټلې

کرېکټ: سکاټلنډ او بنګله دېش خپلې لوبې وکټلې

د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام لومړي پړاو سياليو کې نن دوې لوبې وشوې. لومړۍ لوبه د سکاټلنډ او پاپوا نيو ګيني تر منځ وشوه چې سکاټلنډ د ۱۷ منډو په توپیر وګټله.

په دې سيالۍ کې سکاټلنډ د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۵ منډې جوړې کړې. د دې په ځواب کې پاپوا نيو ګيني د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۴۸ منډې وکړې او لوبه يې وبايلله.

د سکاټلنډ لپاره ريچي برېنګټن د ۷۰ منډو په جوړولو سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ متيو کراس ۴۵ او جورج مونسي ۱۵ مندې جوړې کړې.

د پاپوا نيو ګيني لپاره کبو موريا ۴، چاډ سوپر ۳ او سايمن اټي يوه وېکټه واخيسته.

په منډو جوړولو کې د پاپوا نيو ګيني لپاره نورمن وانوا ۴۷، اسد والا او کېپلن ډوريګا ۱۸ ۱۸ منډې وکړې.

د سکاټلنډ لپاره جواش ډيوي ۴، برډ ويل، السډر ايونس او مارک واټ يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

دويمه لوبه د بنګله دېش او کوربه هېواد عمان تر منځ وشوه چې بنګله دېش د ۲۶ منډو په توپير سره وګټله.

بنلګه دېش د پچې له ګټلو وروسته د منډو جوړلو پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې عمان ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه. د دې لوبډلې لپاره محمد نعيم تر ټولو ډېرې(۶۴) منډې جوړې کړې. د ده تر څنګ شکېب الحسن د ۴۲ او دريو لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د عمان لپاره بلال خان او فياض بټ درې درې، کليم الله دوې او ذيشان مقصود يوه وېکټه ترلاسه کړه.

د بنګله دېش له خوا ټاکل شوي هدف په ځواب کې عمان د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۶ منډو په توپير وبايلله.