هلمند کې د خبریالانو، رسنیو مسئولینو او دولتي ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره سوه

د خبریالانو، رسنیو مسئولینو او دولتي ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره سوه.
نن سه شنبه د هلمند ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د خبریالانو، رسنیو مسئولینو او دولتي ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ میاشتنۍ غونډه ترسره سوه.
غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست موسولینو، خبریالانو، د رسنیو مسئولینو دولتي او آزاد خبریالانو او ویاندویانو برخه درلودل.
پیل کې د هلمند ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري راشد هلمندي وویل: موږ د خبریالانو سره هر راز همکاریو ته چمتو یو، خبریالانو ته مو د تېر په پرتله د مالوماتو تر لاسه کولو کې د پام وړ اسانتیا برابره کړې.
نوموړي همدا راز وویل: ټول خبریالان او رسنیو مسئولینو دي خپل مېنځ او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره همغږي اوسي ترڅو د مالوماتو لاسته راوړنه او ورځنیو چارو کې د کوم خنډ سره مخ نه سي.
د خبریالانو اتحادیې سرپرست وحیدالله وحدت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه مننه وکړل چې معلومات یې ورسره پر وخت شریک کړي او رسنیزه برخه کې ورسره همکاره پاته سوي.
نوموړي د خبریالانو او رسنیو د اوسني وضعېت اړوند مسئولینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړل او مسئولینو له لوري ورته مثبت ځواب وویل سو.
د غونډي وروستیو کې ټولو خبریالانو او رسنیو مسئولینو خپل ستونزي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره شریکي کړې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول سول.
هلمند کې داسي مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو او خبریالانو ترمنځ ناسته کیږي چي دې وروستیو کې د ځایې مسولینو او آزاد خبریالانو ترمنځ همږغي زیاته سوې ده .
سکون راډیو