رینا امیري له قطري چارواکو سره د افغان نجونو د زده کړو 'ملاتړ هڅو' پیاوړتیا په اړه خبرې کړي

Feb 14, 2023 - 14:12
 2
رینا امیري له قطري چارواکو سره د افغان نجونو د زده کړو 'ملاتړ هڅو' پیاوړتیا په اړه خبرې کړي

د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې "لوله الخاطر" او شمېر نورو چارواکو سره د افغان نجونو او ښځو د زده کړو د ملاتړ هڅو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي دي.

اغلې امیري د سې شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له اغلې لوله الخاطر سره یې په دې اړه خبرې کړي چې څنګه کولای سي د افغان نجونو د زده کړو د ملاتړ په اړه د هغې او اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزیرې "ورتنو مرسودي " هڅې نورې هم پیاوړي کړي.

نوموړې د افغان نجونو د زده کړو حق په اړه له اغلې الخاطر سره خبرې ګټورې او رغوونکې بللي دي.

د ۲۰۲۲ میلادي کال ډسمبر میاشتې پر اتمه (لیندۍ ۱۷) د اندونیزیا په بالي ښار کې د افغان ښځو د تعلیم څخه د ملاتړ په هدف یو نړیوال کنفرانس تر سره سو.

دغه کنفرانس چې د اندونیزیا او قطر له خوا جوړ سوی و ګډونوالو یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم د حق څخه د ملاتړ ترڅنګ د ښځو د زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د دې کنفرانس ګډو‌نوالو ویلي و چې د ا.ا.ا له‌خوا په افغان نجونو او ښځو وروستیو لګول شویو محدویتونو او بندیزونو پر هغوی ناسمې اغېزې کړي دي.

د افغان ښځو او نجونو او د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې قطر ته د سفر په ترڅ کې د دغه هیواد "ښوونه او روزنه تر ټولو پورته بنسټ" له مسؤلینو سره یې د افغان ښځو، نجونو او هلکانو لپاره یې د تحصیلي بورسونو او فرصتونو د پراختیا په هدف د ځانګړو امکاناتو په اړه خبرې کړي دي.

نوموړې زیاته کړې: "ماته له هغو افغانانو سره د تعامل په پرتله چې د خپلو هېوادوالو او مهاجرو ټولنو لپاره تعلیمي او کاري فرصتونه برابروي، نور هیڅ هیله بخښونکي نه دي. د دغو مشرانو څخه لږ تر لږه دوه کاله وړاندې په شپه کې خپل هرڅه له لاسه ورکړل."

اغلې امیري زیاته کړې د دې سره سره چې افغانان له لویو ستونزو سره مخ شوي او اوس مهال هم له لویې ازموینې سره مخ دي، خو وايي تمرکز یې بیا هم د افغانستان جوړولو په اړه دی.

د افغان ښځو او نجونو او د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له نړیوالې ټولنې څخه غوښتې د هغوی کلک ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ا.ا.ا  لخوا د نجونو تر شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو کې د ښځو پر زده کړو تر امرثاني پوري بندیز لګول سوی دی.

د نجونو پر زده کړو د ا.ا.ا د بندیز پرېکړو پراخ غبرګونونه پارولي دي. د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون ګڼو اسلامي هیوادونو، د ملګرو ملتونو سازمان، د امریکا متحده ایالاتو او ګڼو نورو بنسټونو او سازمانونو له طالبانو څخه غوښتي چې پدې اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي او نجونو او ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د ا.ا.ا  تر دې مخکې ویلي و چې دوی د نجونو د زده کړو برخه کې د یو مناسب چاپېریال پر رامنځته کولو کار کوي، د شاوخوا یو کال په تېرېدو سره لا د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي نه دي پرانیستل سوي.

سکون راډیو