تېره میاشت ۵۴ زره افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه سوي دي

Apr 25, 2023 - 23:54
 7
تېره میاشت ۵۴ زره افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه سوي دي

په نیمروز کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په تېره یوه میاشت کې نږدې ۵۴ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل سوي

او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته راستانه سوي دي.

ځینو سرچینو ویلي، چې په تېرې حمل میاشت کې د کورنيو او مجردو کسانو په ګډون ٥٣ زره او ٩٩٩ افغان کډوال هېواد ته راستانه سوي دي.

سرچینې زياتوي، چې ډېرى دغه کډوال په زور له ايران څخه ايستل سوي او د نيمروز ولايت د ورېښمو د پله له لارې افغانستان ته راغلي دي. ویل کیږي چې په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان مهاجرینو ایستل زیات سوي دي.