برېتانيا افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د سرغړونو په اړه څېړنه پيل کړې.

Dec 16, 2022 - 13:18
 3
برېتانيا افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د سرغړونو په اړه څېړنه پيل کړې.

د برېټانیا دفاع وزارت په افغانستان کې د برېټانوي ځواکونو د سرغړونو د تورونو د څېړلو لپاره «خپلواکه قانوني څېړنه» پيل کړې.

دغه وزارت پرون په دې اړه یو بیان خپور کړی.

په بیان کې راغلي چې دفاع وزارت د برېټانوي ځواکونو د ناسمو کړنو په اړه مطرح شوي تورونه څېړي چې په‌کې د خلکو عمدي نیول هم هم شاملیږي.

دا څېړنه د ۲۰۱۰ له نیمايي د ۲۰۱۳ تر نیمايي پورې په افغانستان کې د برېټانوي ځواکونو د فعالیتونو او ځینو ناسمو فعالیتونو په تړاو متمرکزه ده.

د برېټانیا په شمول د امریکا، اسټرالیا او څو نورو بهرنیو هېوادونو یو شمېر پوځیان چې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې دېره وو د خلکو په بې ځایه ځورولو، هدف ګرځولو او نیولو تورن دي چې لا یې په اړه پلټنې روانې دي.

سکون راډیو