سږ کال د بست تصدۍ فابریکه د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له کرونده ګرو پنبه پلوري

Nov 1, 2021 - 15:32
Nov 1, 2021 - 15:33
 6
سږ کال د بست تصدۍ فابریکه د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له کرونده ګرو پنبه پلوري
سږ کال د بست تصدۍ فابریکه د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له کرونده ګرو پنبه پلوري

له کرونده ګرو د پختې پلورلو چاري سر له اوسه پیل سوي دي ، چي تر څلور زره ټنه به خامه پنبه له کرونده ګرو وپیري. د هلمند بست تصدۍ له څو میاشتني ځنډ وروسته بیرته خپل فعالیت پیل کړی او د یکشنبې په ورځ يي له کرونده ګرو د خامو مالوچو د رانیولو چاره پیل کړه. هلمند کي د ماليې وزارت د دولتي تشکیلاتو استازی رضوان وايي : ۱۶۰ میلیونه افغانۍ د تیر کال او سل میلیونه افغانۍ سږ کال بست تصدۍ بودیجه لري چي همدا اوس يي عملآ د خامو موادو رانیولو چاره پیل کړې ده.، د ده په وینا لومړی سر پنبه په ۶۵ دوهم ۶۴ او دریم په ۶۶ ټاکل سوی دی. کرونده ګر دغه اقدام خوښوې ، او وايي که اسلامي امارت د پنبې فابریکې ته پاملرنه وکړي ، نو دا به له یوې خوا د کرونده ګرو پر اقتصاد مثبت تاثیر ولري ، او له بلي خوا به خلک حلالو کښتونو ته وهڅول سي. کرونده ګر وايي : د بست تصدی باید کوښښ وکړې ، چي تر ازاد بازار له دوی څخه په ښه نرخ خام مالوچ رانیسي ، ترڅو ټول کرونده ګر خپل محصولات یوازي بست تصدۍ ته راوړي. تر لس کلن ځنډ وروسته تیر کال د بست تصدۍ ریاست یو ځل بیا خپل تولیدات پیل کړې ، چي د مسولینو په وینا هم يي ښه عایدات درلوده ، او هم يي په دې ولایت کي ډیری کرونده ګرو ته زمینه برابره کړې ، چي پنبه وکرې او په دې توګه په مستقیم او غیر مستقیمه توګه ګڼ شمیر کسانو ته د کار زمینه برابره سي.

د یادوني ده چي سږ کال هلمند ولایت کې پنبه په زیاته اندازه کرل سوي  او کرونده ګر یی حاصلاتو ته خوشبینه دی.