له ایران او پاکستان څخه د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو ایستل

Dec 13, 2021 - 17:26
 4
له ایران او پاکستان څخه د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو ایستل

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) وايي، د روان میلادي له پيل څخه بیا تر دا مهاله، څه باندي یو میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بیرته افغانستان ته تللي او یا هم ایستل سوي دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لېندۍ ۲۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د یاد کډوالو زیات شمېر یې پخپل خوښه هیواد ته ستانه سوي او یو شمېر نور یې د ایران او پاکستان لخوا په زوره ایستل سوي دي.

د کډوالو د نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس زیات شمېر کسان چې بیرته افغانستان راغلي قانوني اسناد یې نه لرل او په قاچاقي ډول ایران او پاکستان ته تللي و.

دغه سازمان همدارنګه ویلي چې دغه افغان کډوال افغانستان ته په بیرته ګرځېدو سره اوس مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د دغه سازمان کار کوونکو له ایران او پاکستان څخه راستانه سوي کډوال ثبت کړي، د هغوی سرې مالي مرسته کړې او د حرفوي زده کړو زمینه یې ورته برابره کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو حاکمیت وروسته او تر هغه مخکې ګڼ شمېر کسان د اقتصادي ستونزو له امله ایران او پاکستان ته کډوال سوي و.

تر دې مخکې مرسته رسوونکو سازمانونو ویلي و چې ایراني چارواکي هره اونۍ زرګونه افغان کډوال په افغانستان کې اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو په زوره بیرته دغه هیواد ته استوي.

یو شمېر افغان کډوال چې د ایران لخوا ایستل شوي فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي چې په ایران کې په نامناسب ځایونو کې اچول شوي و او ایراني چارواکو ورسره ناوړه چلند کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې رامنځته شوي وضعیت ته په کتو له هیوادونو څخه غوښتي چې په زوره له خپل خاورې د افغان کډوالو ایستل دي بند کړي.