ښځینه فعالانې: د تعلیم او کار حق هم باید راکړل سي
د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې په نوم د ښځو یو ټولنیزې ادارې د دوشنبې په ورځ کابل کې په یوه غونډه کې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې د شپاړس ورځیني کمپاین د پای ته رسیدلو په مناسبت جوړه سوې وه د ښځو د ځینو حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د وروستي فرمان هرکلی وکړ، خو ویلي چې دوی ته دې د تعلیم او کار حق هم ورکړل سي.
د ښځو د حقونو فعالانو وویل چې سږکال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې د شپاړس ورځینی کمپاین ډیر کمرنګه وو او د ګوتو په شمیر د افغان ښځو د ټولنیزو موسسو پرته په ټول هیواد کې د دغې ورځې په مناسبت اصلاً هیڅ رسمي غونډه نه وه جوړه سوې.
په تیرو شلو کلنو کې په افغانستان کې د تیر رژیم پر مهال هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځینی کمپاین د غونډو او یو لړ نورو په پروګرامونو په ترڅ کې لمانځل کیده.
خو سږکال د طالبانو اسلامي امارت لخوا د دې ورځې په مناسبت کومه رسمي غونډه نه وه جوړه سوې.
د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو د ټولنیزې ادارې مرستیالې میرمن تورپیکۍ مومند وویل چې ښځینه فعالانې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاین په داسې حال کې لمانځي چې په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د بل هر وخت څخه تاوتریخوالی زیات سوی دی.
میرمن تورپیکۍ وویل " همد اوس زمونږد ښځو پرمخ د تعلیم او تحصیل دروازې بندې دي".
میرمن مومند د ښځو د ځینو حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده وروستی فرمان وستایه خو د طالبانو له اسلامي امارت یې وغوښتل جې د ښځو څخه د نورو اخیستلو شوو حقونو د ورکولو لپاره دې یو بل فرمان خپور سي.
میرمن مومند وویل " غواړو چې یوه بله اعلامیه صادره کړي چې په هغې کې د تعلیم د تحصیل د کار د ښځو ټولنیز او سیاسي مشارکت ګډون شرایط په کې راسي".
د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې د خپلې غونډې په پریکړه لیک د طالبانو د اسلامي امارت غوښتي چې افغانستان چې کوم نړیوال کانوانسیونونه لاسلیک کړي باید په افغانستان کې هغې ته د تطبیق امکانات برابر کړي.
د غونډې ګډونوالو افغانستان کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼه پریکړه لیک تطبیق او د نړیوالې وغوښتل، چې د دغه پریکړه لیک د تطبیق څخه دې څارنه وکړي.
د غونډې په پریکړه لیک کې له طالبانو اسلامي امارت غوښتل شوي چې ښځو ته دې د بشري مرستو د ویش د مدیریت چارو کې هم ونډه ورکړي.
د ښځو فعالانو وویل چې د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی ډیر زیات سوی او اقتصادي ستونزو له امله په کم عمر کې د نجونو ودول او د پیسو په بدل کې د نجونو خرڅولو دود زیات سوی دی.