لښکرګاه ښاروالۍ ولس ته د حساب ورکولو غونډه ترسره کړل.

Oct 19, 2022 - 18:02
Oct 20, 2022 - 11:20
 35
لښکرګاه ښاروالۍ ولس ته د حساب ورکولو غونډه ترسره کړل.
لښکرګاه ښاروالۍ ولس ته د حساب ورکولو غونډه ترسره کړل.

لښکرګاه ښاروالۍ اولس ته د حساب ورکولو غونډه ترسره کړل.

نن چهارشنبه د هلمند ولایت لښکرګاه ښاروالۍ ولس ته د شپږ میاشتني حساب ورکولو غونډه د ښاروال حاجي احمد سعید انصاري په مشرۍ ترسره کړل.

غونډه کې د بیلا بیلو ریاستونو مسؤولينو، مشورتي بورډ وکیلانو، صنفي وکيلانو، د سيمي متنفذینو، ګذر وکیلانو، ښاريانو د اته ګونو ناحيو مدیرانو او ولسي وګړو ګډون کړی وو.

لښکرګاه ښاروال حاجي احمد سعيد انصاري د غونډي ګډون والو ته ښه راغلاست وويل او زياته یی کړه؛ موږ هڅه کړې چي ښاريانو ته خدمات وړاندي کړو په ياده برخه کې مو د پوره شفافيت او رڼوالي څخه کار اخیستی دی.

نوموړي وویل: کوم دروند مسؤولېت چي ده او د نوموړي ټېم ته ورسپارل سوی او کوم عواید چي  هلمندیانو څخه ټولیږي نن د هغوئ حساب ورکوو.


انصاري د خلکو څخه وغوښتل چي د ښاروالۍ له کاري ټېم سره اوږه پر اوږه ودریږي او خپل عواید پر وخت او بغیر له کوم ځنډه موږ ته وسپاري.
 
د ښار جوړوني رئیس مولوي محمد نسیم معتصم وويل: دا يو اصل دی چي ادارې بايد ولس ته حساب ور کړي او بايد هره اداره په شفافيت سره خپلي چاري پرمخ يوسي.

نوموړي زیاته کړه؛ هر مامور او هر مدير بايد هڅه وکړي چي د اسلامي اصولو په رڼا کې خپله دنده تر سره کړي.

د انجنیرۍ او زیربنا عمومي مدير انجینر عباس ځیرک د پریزنټېشن په وړاندي کولو سره د ښاروالۍ د ترسره سوو پروژو او پلي کېدونکي انکشافي پلان په هکله معلومات وړاندي کړه.

زیرک زیاته کړه؛ د انکشافي پلان د ۲۰ پروژو څخه يو اندازه پروژې جريان لري او يو شمېر نوري به په نږدې راتلونکي کې پيل سي. 

انجنیر خالد ولي بخروز  مالی او اداري امر په خپلو خبرو کې وويل: د عوايدو په تحصیل کې د پام وړ بدلون راغلی دی او همدارنګه یې له جملې څخه د عوايدو په تحصیل کې د تېر کال په پرتله ۱۷ سلنه لوړ والی راغلی  دی او په مصارفو کي مو ۱۶ سلنه سپما کړې ده.  

د غونډي وروستیو کې د مشورتي بورډ له لوري لښکرګاه ښاروال احمد سعید انصاري او کاري ټېم ته یې باور ليک او د وياړ بګړۍ ورکړل سوې.

دا لومړۍ ځل ندی چي د لښکرګاه ښاروالۍ ولس ته د حساب ورکولو غونډه رایروي.

محمداسماعیل وفا

سـکون راډیو