متحدو عربي اماراتو ته د اسراييل لومړي وزیر سفر؛ نفتالي بېنت له ولیعهد محمد بن زاید سره لیدلي
د اسراییل لومړي وزیر نفتالي بېنت د متحدو عربي اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
دا دواړو هېوادونو د لوړپوړو مقاماتو تر منځ لومړنۍ مخامخ لیدنه ده.
په ابوظبي کې د اسراییل سفیر وايي، د متحدو عربي اماراتو ته د اسراییلي لومړي وزیر په سفر کې به د ایران په هکله خبرې هم د مذاکراتو اجنډا یوه برخه وي.
متحده عرب اماراتو ته له سفر مخکې لومړي وزیر بېنت وویل:
''زه لومړی ځل د اسراییل لومړي وزیر په توګه عرب اماراتو ته په رسمي سفر ځم. د اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زاید سره به ووینم او په ځانګړې توګه به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په ګډون بېلا بېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا ورسره وغږیږم. ''
ښاغلي آل نهیان او نفتالي بېنت د خبرو له پیل مخکې یوه بل ته لاسونه ورکړل او تصویرونه یې واخیستل سول.
ښاغلی پرون یکشنبه ماښام د متحدو عرب اماراتو لپاره په سفر روان سو، خو د دواړو هېوادونو تر منځ به رسمي خبرې نن پیل سو.
دا لومړی ځل دی چې د اسراییل یو لومړی وزیر متحدو عرب اماراتو ته رسمي سفر کوي.
بل لور په ابوظبي کې د اسراییل سفیر د خپل هېواد لومړي وزیر له سفر سره هممهاله وايي: ''دواړه لوري د ایران فعالیتونو په هکله شریکې اندېښنې لري. ''
د اسراییل لومړی وزیر داسې حال کې متحدو عرب اماراتو ته سفر کوي، چې نړیوال قدرتونه د ایران اتومي پروګرام هوکړې د بیا راژوندي کولو هڅو لړ کې د خبرو پیلولو هڅې کوي.
د اسراییل هیوم ورځپاڼې په رپوټ کې د نامعلومو چارواکو له قوله ویل سوي، اسراییل لومړی وزیر به دې سفر ترڅ کې له متحدو عربي اماراتو چارواکو سره د ایران پلوه ملېشو او هغوی ته د ایران له لوري د ورکړل سویو ډرون الوتکو په هکله معلومات شریک کړي.
تېر کال د متحدو عرب اماراتو او اسراییل تر منځ د امریکا په منځګړیتوب د اړیکو له رسمي کېدو وروسته د سږ کال جون میاشت کې د اسراییل بهرنیو چارو وزیر یائیر لاپید ابوظبي ته لاړ او هلته یې د خپل هېواد سفارت پرانیست.
متحدو عربي اماراتو هم څو میاشتې مخکې تل ابیب کې خپل سفارت پرانیست.
یو شمېر کسان متحدو عرب اماراتو ته د اسراییل لومړي وزیر سفیر د اسراییل او عربي نړۍ لپاره خورا مهم بولي، خو د ایران او فلسطین خپلواکې ادارې په ګډون ځینې نور بیا پر دې سفر نیوکې هم کوي.