امريکا کې د توپاني بړبوکیو له کبله تر ۱۰۰ د ډېرو کسانو مړینې وېره څرګندېږي

Dec 13, 2021 - 16:34
 5
امريکا کې د توپاني بړبوکیو له کبله تر ۱۰۰ د ډېرو کسانو مړینې وېره څرګندېږي

د امریکا کنټاکي ایالت کې چې ګڼ ښارګوټي یې توپاني بړبوکیو سخت ځپلي داسې وېره څرګندېږي چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۰۰ هم ډېر سي.

د ایالت والي اندې بیشیر وايي، دا د ایالت په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ بړبوکۍ وې، چې له کبله یې لږ تر لږه د اتیا کسانو مړینه تایید سوې ده.

نوموړی وایي:

''داسې هېڅ یې پر ځای ولاړ نه دي پرې ایښې، چې د کومې یوې بړبوکۍ په لار کې ولاړ و. ''

د امریکا په څلورو نورو ایالتونو کې هم له همدې کبله د ۱۴ کسانو مړینه تایید سوې ده.

بل لور د امریکا ولسمشر جو بایډن د کنټاکي ایالت لپاره د بېړنیو مرستو اعلان کړی او وايي، باید ډېرو ځپل شویو سیمو ته د فدرالي حکومت بېړنۍ مرستې سملاسي ورسېږي.

په داسې حال کې چې کینټکي کې مرستندویان د اوبو او جنراتورونو په وېش بوخت دي، یو شمېر بیا د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي.

د ملي ګارد نومي ادارې ۳۰۰ مرستندویانو کور په کور ګرځي او د ورانو شویو ودانیو پاتې شوني ټولوي.