د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې یادې کونسلګرۍ ته د دغه وزارت لخوا استول سوي ديپلومات رسماً دنده پيل کړې ده.
په دغه بیان کې ویل سوي: "د بهرنيو چارو وزارت هڅه کوي چې د ديپلوماتيکو فعاليتونو تر څنک، په بهر کې د افغانستان سياسي استازولۍ په بشپړ مسؤوليت او شفافيت سره بهرمېشتو وطنوالو ته کونسلي خدمات وړاندې کړي."
ویل کیږي د
چارواکو لخوا د ګل مت خان ځدراڼ په نوم افغان استانبول کې د نوی کنسل په توګه ټاکل سوی دی.
د ترکیې حکومت تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ایران کې د افغانستان سفارت هم د ا.ا.ا ته وسپارل سو.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه وزارت له خوا ګومارل سوي یو دیپلومات د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۷ (کب اتمه) په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د شارژدافیر په توګه کار پیل کړ.
د ا.ا.ا د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه یو ځل بیا پر افغانستان واکمن سول، خو تر اوسه یې حکومت هېڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ایران سربیره په روسیه، چین او پاکستان کې هم د افغانستان سفارتونه د ا.ا.ا د دیپلوماتانو له خوا اداره کیږي.
خو د افغانستان په ډیرو نورو سفارتونو کې لا تر اوسه د جمهوریت د دورې دیپلوماتان واکمن دي.
سکون راډیو