"طالبان دې پخوانیو امنیتي کسانو ته اعلان کړې بښنه په جدي توګه عملي کړي"

Dec 5, 2021 - 15:16
 4
"طالبان دې پخوانیو امنیتي کسانو ته اعلان کړې بښنه په جدي توګه عملي کړي"

امریکا او یو شمېر نورو هېوادو پر طالبانو غږ کړی چې د افغان امنیتي ځواکونو مخکنیو غړو ته اعلان-کړې بښنه عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې ګډه ویناپاڼه کې دغو هېوادو په افغانستان کې د پخواني امنیتي کسانو د هدفي وژنو او په زوره ورکَوَنو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې.

همدا روانه اوونۍ د بشري حقونو د څار سازمان خپل یو تازه رپوټ کې وویل، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته یوازې په څلورو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ۴۷ پخواني غړي وژلي دي.‌

د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا ډول پېښې بیا بیا تکرار شوې دي‌ او ډېر ځله یې پړه پر طالبانو اچول شوې.‌

طالبانو د بشري حقونو د څار سازمان د وروستي رپوټ په ګډون دا ډول ټول رپوټونه رد کړي او وایي،‌ خپله اعلان کړې عفوه په جدي توګه عملي‌کوي.‌

خو د امریکا او ۲۱ نورو هېوادونو شریکه اعلامیه کې راغلي،‌ د پخوانیو امنیتي کسانو وژنه او لادرکه کېدنه له بشري حقونو سرغړونه ده او د بښنې له هغې ژمنې سره په ټکر کې ده چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته کړې وه.

دې هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې اعلان کړې بښنه په اغیزمنه توګه په ټول هېواد کې او د طالبانو د ټولو لیکو لخوا پرځای کړای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې دغه راز غوښتنه شوې چې رپوټ شوې قضیې باید په سمه او رڼه توګه وڅیړل شي، مسوولینو ته یې جزا ورکړل شي اود دې ګامونو پایلې د نورو وژنو او ورکېدو د مخنیوي په موخه خپرې شي.

دغه راز طالبانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د هغوی د کړنو له مخې به ورسره چلند کېږي.

نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره مهمه ده چې دا ډله یو شمېر مهم شرطونه پوره کړي، او بشري حقونو ته درناوی دې لړ کې یو مهم شرط بلل کېږي.

سره له دې چې طالبانو په تېره سپتمبر میاشت کې خپل حکومت او سرپرسته کابینه اعلان کړې،‌ خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.

همدا روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کومېټې طالبانو ته عمومي‌ اسمبلۍ کې د افغانستان د څوکۍ له ورکولو هم ډډه وکړه.