د ا.ا ماليې وزارت: پر واردېدونکو پيازو او رومي بانجانو مو ګمرکي تعرفه ټيټه کړې ده.

د ا.ا د حکومت د مالیې وزارت خبر ورکړی چې په بازارونو کې يې د پيازو او رومي بانجانو د بیې ټیټولولپاره یې عملي هڅې پيل کړي.
باختر اژانس د ا.ا د مالیې وزارت په حواله ویلي، دوی له بهر په واردېدونکو پيازو او بانجانو ګمرکي تعرفه له شل فیصدو څخه پنځو فیصدو ته کښته کړې ده.
په خبر کې راغلي چې دغه لارښوونه له پرون سه شنبې د افغانستان په ټولو ګمرکونو کې عملي سوې ده.
یو شمېر کابل ښاریانو په دې وروستیو کې ازادۍ راډیو ته ویلي چې، د یو چارک رومیو او پیازو بیه سلو افغانیو ته پورته سوې.
د پيازو او بانجانو د لوړې بیې لوی لامل ګاونډي هېواد پاکستان ته د دغو سبزیجاتو صادرول ښودل سوي چې د پاکستاني چارواکو په وینا هره ورځ ۳۰۰ تر ۴۰۰ کانټینره هغه هېواد ته ورځي.