عبدالباقي حقاني له خپل روزنتون ( حقانیه مدرسې) څخه لیدنه وکړه

Dec 12, 2021 - 16:20
 4
عبدالباقي حقاني له خپل روزنتون ( حقانیه مدرسې) څخه لیدنه وکړه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني، چې د اکوړه خټک له حقانيه مدرسې څخه فارغ دی، پاکستان ته د سفر پر مهال له نوموړې‌ مدرسې لیدنه وکړه.

د‌ دغې لیدنې په اړه طالبانو رسنيو ته ډېر جزییات نه دي ورکړي.

ياده مدرسه د پاکستان مشهور ديني عالم مولوي سميع الحق د پاکستاني استخباراتو په همکارۍ څو لسیزې مخکې تاسيس کړی و.

سمیع الحق، له دې کبله چې ګڼ طالب مشران يې له مدرسې څخه فارغ دي، د طالبانو معنوي پلار ګڼل کېږي.

دغه مدرسه نه يوازې افغانستان، بلکې ټولې سيمې ته د ترهګرۍ د صادرولو يوه اصلي مرجع ګڼل کېږي.

د دغې مدرسې مشر او د سمیع الحق زوی څه موده مخکې وويل، په دې وياړي چې د دوی روزلي کسان پر افغانستان حاکم سوي او اسلامي شريعت نافذوي.

د افغانستان جمهوري نظام له پاکستاني حکومت څخه د يادې مدرسې د تړلو غوښتنه کړې وه او ټينګار يې درلود، چې افغانستان او سيمې ته په دغه مدرسه کې ترهګر روزل کيږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير عبدالباقي حقاني، چې مدرسې نه فارغ دی او عصري زده کړې يې نه دي کړي، د دغو زده کړو پر ضد د سختو څرګندونو له کبله د لوړو زده کړو پر وړاندې د مبارزې په وزیر مشهور سوی.

نوموړي د دندې په لومړيو ورځو کې يې وويل، چې لوړې زده کړې مهمې نه دي، ځکه طالبانو د زده کړو نه، بلکې د کفر خلاف جګړه کې عزت او قدرت ترلاسه کړی.

هغه دا هم ويلي و، چې د افغانستان د تېرو شلو کلونو له تعليم کړو څه نه جوړېږي او دی ترې د ښو تمه نه لري.