د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال د عدليې وزارت ساختماني پروژې پرانيستې

Dec 12, 2021 - 19:15
Dec 12, 2021 - 21:43
 10
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال د عدليې وزارت ساختماني پروژې پرانيستې

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال ذبيح الله مجاهد، چې د دوی د ادارې وياند هم دی، نن يې د عدليې وزارت د ساختماني پروژو د بنسټ ډبره کيښوده.

د طالبانو د وياند مرستيال بلال کريمي په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د ذبيح الله مجاهد د وینا ځینې برخې پر خپلې ټویټر پاڼې خپرې کړي.

کريمي دا هم ويلي، چې په ياده غونډه کې د چین سفیر هم ګډون درلود.

دغې غونډې ته د وينا پر وخت ذبيح الله مجاهد له چین څخه غوښتي، چې د دوی د حکومت د په رسميت پېژندلو لپاره همکاري ورسره وکړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تر دې مخکې له افغانستان سره د يو شمېر هېوادونو د مرستو د ترلاسه کولو د پلاويو مشري هم کړې ده.