امیرخان متقي وايي افغانستان یې له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی

Jan 7, 2022 - 11:21
 3
امیرخان متقي وايي افغانستان یې له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، دوی افغانستان له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی.

امیرخان متقي پرون پنجشنبه  د یو شمېر وزارتونو ویاندویانو ته په وینا کې چې رسنیو ته هم استول شوي، وویل، په کور دننه مالي سرچینې سمبالې شوې دي.

ده وویل، حکومت یې دولتي مامورانو ته د درېیو میاشتو معاشونه ورکړي او په خبره یې ژر به د څلورمې میاشتې هم حواله کړي.

ښاغلي متقي وویل، ورځ تر بلې پر بانکي چارو فشارونه کمېږي او د نړیوالې ټولنې له خوا ورسره څو ځله نغدي مرستې هم شوي دي.

نوموړی دا ډاډ داسې مهال ورکوي چې ځینو نړیوالو بنسټونو د ژمي پر مهال افغانستان کې د بشري ناورین د احتمال خبرداری ورکړی دی.

ملګري ملتونه وایي، دا مهال د افغانستان شااوخوا ۲۴ میلیونه وګړي چې د نفوس څه باندې نیمایي برخه یې کېږي، د خوړو خوندیتوب نه لري.