رسنۍ: د ترکیې د ولسمشر د وینا ځای ته نژدې بم موندل شوی

ترکي رسنیو خبر ورکړ چې د دغه هېواد د ولسمشر د وینا ځای ته نژدې بم موندل شوی دی.
د ترکیې ګڼو رسنیو ویلي چې د رجب طیب اردوغان د وژلو دسیسه څو شېبې مخکې له دې کشف او شنډه شوه چې نوموړی په سارد ښار کې وینا وکړي.
راپورونه وايي چې د بم له موندل کېدو وروسته پولیس هڅه کوي چې د دې ناکامې دسیسې عاملان ومومي.
راپورونه وايي چې بم د یوه پولیس په شخصي موټر کې اېښودل شوی و.