'UNDP':په مستقیم ډول، د هغو افغانانو لاسنیوی کوو چې زیان ګالي وي

Dec 5, 2021 - 15:08
 4
'UNDP':په مستقیم ډول، د هغو افغانانو لاسنیوی کوو چې زیان ګالي وي

د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره 'UNDP' وايي، د سخاوتمندانه مالي ملاتړ په مرسته به وکړای شي په افغانستان کې په مستقیم ډول، د هغو کسانو لاسنیوی وکړي چې ډېر زیانګالي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې اوچا خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه کسان چې د دغه هېواد ۶۵ فیصده نفوس جوړوي بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې ډلې یې نهه میلیونه له قحطۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو ادارې او همکارانو یې وړاندوینه کړې وه چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ میلادي کال په مخه له خلکو سره د مرستو لپاره څلور نیم میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.