د کرني ،اوبو لګولو او مالداري وزارت يو ګډ پلاوی هلمند ولایت ته راورسید

Dec 9, 2021 - 19:48
 6
د کرني ،اوبو لګولو او مالداري وزارت يو ګډ پلاوی هلمند ولایت ته راورسید
د کرني ،اوبو لګولو او مالداري وزارت يو ګډ پلاوی هلمند ولایت ته راورسید

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري چارو معین مولوي فضل الباري (فضلي) صاحب د هلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کړنو د اروزنې په موخه هلمند ولایت ته راورسید. نن له غرمې مخکي د یاد ریاست د رئیس او اداري کارمندانو سره یې پر مختلفو موضوعاتو باندي بحث وکړ.

د هلمند ولایت د کرنې رئیس مولوي سید جلال الدین آغا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري چارو معین مولوي فضل الباری (فضلي) ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد ریاست د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړه او زیاته یې کړه چی د یاد ریاست کارونه د یو منظم پلان له مخي مخته روان دي او مراجعینو ته د ځنډ پرته خدمات وړاندې کیږي.

ښاغلي فضلي د یاد ریاست د رئیس او اداري کارمندانو د فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هوډ لري تر څو په هیواد کې د کرنې وزارت د شته فرصتونو څخه په ګټي اخیستنې سره د مصرفي خدماتي وزارت څخه په عایداتي خدماتي وزارت تبدیل شي چي په دي لړ کې یې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د عایداتو د نویو سرچینو د تثبیت ، تزید او په شفاف ډول د عوایدو د ټولولو لپاره یوه طرحه جوړه کړي ده چې په ډیر نېژدې وخت کې به چمتو او د تطبیق په غرض ټولو ولایتي ریاستونو ته د اجرا په موخه واستول شي.