ا ا ا : نړیوال دې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو سره مرسته وکړي

Sep 1, 2022 - 21:07
 10
ا ا ا : نړیوال دې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو سره مرسته وکړي

ا ا ا وايي، حکومت یې نوی دی او د خونړیو طبیعي پېښو بار په یوازې ځان نه شي وړلی نو له همدې امله یې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په دې برخه کې د مرستې لاس ورکړي.

دغه څرګندونې د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي نن (پنجشنبه) په کابل کې په هغه کنفرانس کې وکړې چې د ملګرو ملتونو تر څنګ د بېلا بېلو نړیوالو او کورنیو مرستندویه بنسټونو او د مختلفو هېوادونو د سفارتونو استازو برخه پکې اخیستې او د طبیعي پېښو زیانمنو شویو ته پر مرستو رسولو ورټول و.

امیرخان متقي وویل چې وروستیو خونړیو سېلابونو او تر هغې مخکې زلزلې په افغانستان کې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي چې له کبله یې دغه هېواد د بهرنیو مرستو او لاسنيوي ته اړتیا لري.

د ښاغلي متقي په خبره حکومت یې تر اوسه د نړیوالو بنسټونو په مرسته څه باندې شپږ میلیون زیانمنو شویو ته مرستې ویشلې او تر ۲۰ زرو ډېر کسان یې د سېلابونو له خطر سره مخ سیمو نه ایستلي او په لنډمهاله پنډغالو کې یې ځای پر ځای کړي دي.

خو دی وايي، "له جګړې تازه وتلي حکومت لپاره دا ننګوونکې چاره ده. که څه هم موږ خپله هڅه کړې خو بسنه نه کوي. پر نړیوالې ټولنې او نړیوالو مرستندویه ادارو غږ کوو چې د زلزله ځپلو او سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي."

ښاغلي متقي همدا راز وویل چې وروستیو خونړیو سېلابونو تر ۱۲ زرو زیات کورونه او لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې چې پر کرنه بسیا افغانستان یې سخت ځپلی او د مرستندویه ادارو مرستې ته اړ کړی دی.

د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر همدا راز یو ځل بیا په ټینګار سره غوښتنه کړې چې که نړیوال غواړي افغانستان پرخپلو پښو ودرېږي او د چا مرستې ته اړ نه شي نو د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې او د دوی له حکومته دې هر راز بندیزونه پورته کړل شي.

ده همدا راز وویل چې په سوداګریزو چارو کې دې اسانتیاوې ورته رامنځ ته کړای شي او د افغانستان حاصلاتو ته دې د نړیوال بازار موندنې په برخه کې مرسته ورسره وشي.