ملګري ملتونه د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو ته ۲۳۰۰ کورونه جوړوي

Aug 23, 2022 - 16:10
 7
ملګري ملتونه د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو ته ۲۳۰۰ کورونه جوړوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې ځپلو کورنیو لپاره ۲۳۰۰ کورونه جوړوي.

یاد بنسټ د دوشنبې په ورځ اګست ۲۲ (زمري ۳۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې له یادو کورنو څخه ۲۰۰۰ یې د پکتیکا ولایت په ګیلان او برمل او ۳۰۰ نور د خوست ولایت په سپیرې ولسوالۍ کې جوړیږي.

په اعلامیه کې ویل شوي دغه کورونه چې ۱۴ میلیون امریکايي ډالر لګښت پرې راځي د ملګرو ملتونو لخوا ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ په چارو کې د عالي کمېشنرۍ مسؤل لئونارد زولو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د یادو کورنو جوړولو د چارو پیلېدو پرمهال ویلي: "دا نوښت د ناورین له امله اغېزمن شوو خلکو سره د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دوامداره ملاتړ څرګندوي،په راتلوونکو میاشتو کې به ۲۳۰۰ کورنۍ نوي او تینګ ژمني کورونه ولري."

یاد بنسټ ویلي چې دوی په برمل کې د یادو کورنو جوړولو عملي چارو پیلېدو لپاره د ساحې پاکول پيل کړي او سیمې ته ساختماني هم انتقالیږي.

د دوی په وینا (UNHCR)د زلزلې په لومړیو دوو ورځو کې پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزله ځپلو لپاره بېړنۍ سرپناه وې هم برابري کړي وې.

د روان کال د جون میاشتې پر ۲۲مه د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو پکتیکا او خوست کې د مرګونې زلزلې له امله خلکو د سر زیان ترڅنګ پراخ مالي زیانونه وړاول.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان معلومات ښيي چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۰۳۶ کسان وژل شوي او ۶۰۸۳ کسان نور ټپیان شوي او ګڼ کورونه هم نړېدلي دي.

د زلزله ځپلو لپاره د کورنو جوړولو چارې پر داسې مهال پيلیږي چې اوس مهال د یادو سیمو اوسېدونکي تر خېرمو لاندې ژوند کوي. بلخوا ویل کیږي چې د ژمي په رارسېدو سره به د واورو ورېدل د دغه سیمو د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

د یادو سیمو اوسېدونکي پر داسې مهال له دغه طبیعي افت سره مخ شول چې په دغه هیواد کې د تیر یو کال راپدېخوا د نظام تر بدولون وروسته د اقتصادي بحران زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

د ملګرو ملتونو یو جګپوړي چارواکي د روانې اګست میاشتې پر ۱۵مه وویل چې میلونونه افغانان پداسې حال کې د لوږې حالت ته نږدې دي چې د ژمي موسم هم په را رسیدو دی او د بشري مرستو لپاره بودجه هم مخ په خلاصیدو ده.