اروپايي ټولنې روسيې سره د ويزو په باب د شوې موافقې د ځنډولو موافقه کړې

Sep 1, 2022 - 21:01
 6
اروپايي ټولنې روسيې سره د ويزو په باب د شوې موافقې د ځنډولو موافقه کړې

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر، جوزیپ بوریل وايي، د دې ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو له روسیې سره د ویزو په باب د شوې موافقې د ځنډولو موافقه وکړه.

دې موافقې روسي وګړو ته د ګرځندویی ویزو ترلاسه کولو چاره اسانه کړې وه.

د اروپايي ټولنې وروستی اقدام پر اوکراین د مسکو د غیرموجه یرغل له کبله د بندیز یو عمل بلل شوی دی.

بوریل دغه پرېکړه پرون (د اګست ۳۱مه) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د غونډې تر دویمې ورځې وروسته اعلان کړه.

هغسې چې ځینو هېوادونو یې غوښتنه درلوده د تازه پرېکړې له مخې ټولو روسي وګړو ته د ویزې د ورکړې پر ممنوعیت سلا ونه شوه.

کییف غوښتنه کړې چې اروپايي ټولنه دې له سیاسي مخالفانو پرته ټولو روسي وګړو ته د ویزې ورکړه منع اعلان کړي.