په لښکرګاه کې د ۳۵۰ درې سوه پنځوس اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وسوه

Dec 9, 2021 - 19:59
 7
په لښکرګاه کې د ۳۵۰ درې سوه پنځوس اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وسوه
په لښکرګاه کې د ۳۵۰ درې سوه پنځوس اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وسوه

د هلمند د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ دHRDAموسیسې په همکارۍ او د UHNCR موسیسې په مالي لګښت نن ورځ پنجشنبه په لښکرګاه ښار کې د ۳۵۰ درې سوه پنځوس هغه اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وسوه چې جګړو ځپلي او یا هم تر بې ځایه کېدلو وروسته بیرته وخپلو کورونو ته راستنې سوي وې.

د کډوالو چارو ریاست سرپرست رئیس محترم مولوي الله داد انقیادي دمرستي د وېش پر مهال وویل چې هري کورنۍ ته څلور سوه۴۰۰ امریکایي ډالر چې د ۴۳۰۰۰ افغانیو معادل کېږي په داسي حال کې ورکول سوه چې د ولایت مقام، استخباراتو ریاست، او یادو مؤسیسو نمایندګان هم حاضر وه.

پدي وروستیو کې وخت په وخت د بیلابیلو موسیسو لخوا هلمند کې له داخلي بیځایه سو کورنیو سره نغدي مرستي سوي.