هلمند کي د بست زون د شپږو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ د کریکټ لوبو ۳۰ اوریزه سیالۍ پیل سوې

Dec 9, 2021 - 19:41
 10
هلمند کي د بست زون د شپږو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ د کریکټ لوبو ۳۰ اوریزه سیالۍ پیل سوې
هلمند کي د بست زون د شپږو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ د کریکټ لوبو ۳۰ اوریزه سیالۍ پیل سوې

نن سهار دغه ټورنامینټ چي په هلمند کریکټ لوبغالي کي پیل سو پکي د هلمند ولایت ترڅنګ د فراه، نیمروز ،هرات ،ارزګان او زابل ولایتونو څخه د کریکټ لوبغاړي راغلي او خپل منځۍ سیالۍ یې پیل کړي. د هلمند ولایت د کریکټ آمر جانان فولادوال وايي،  یادي ۳۰ اوریزه سیالۍ د شپږو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ تر سره کېږي او لس ورځي به دوام وکړي، چي نن یې لومړی لوبه د فراه، او نیمرز ولایتونو د لوبډلو ترمنځ پیل سوه.

نوموړی وایي؛ د یادو سیالیو لپاره لومړی په هر ولایت کي ولایتي لوبي تر سره کېږي ،بیا د هغوي له منځه لومړی مقام ګټونکې لوبډله د زون په کچه او بیا د هغوي له منځه بریالۍ او لومړۍ مقام ګټونکې لوبډله د هیواد په کچه لوبه تر سره کوي.

ښاغلي فولادوال دغه راز زیاته کړه، یادي سیالۍ د افغانستان کریکټ بورډ لخوا په لاره اچول کېږي ، څو د داسي سیالیو په مټ نوي ځوان استعدادونه راپورته او تجربیې ترلاسه کړي او هم به کریکټ بورډ ته نوي تکړه لوبغاړي په لاس ورسي.

پر ورته مهال ګډون کوونکو لوبغاړو وویل: ډېر خوښ دي چي هلمند ولایت ته راغلي او دلته د کریکټ لوبو سیالۍ ترسره کوي او زیاته یې کړه چي د دا ډول سیالیو په ترسره کولو سره له یوې خوا تجربې ترلاسه کولای سي او له بل لوري د نورو ولایتونو د ځوانانو سره معرفي کېږي.

دا په داسي حال کي ده ، چي درې ورځي وړاندي هم د هلمند کریکټ اکاډمۍ او کندهار د کریکټ اکاډمۍ د لوبډولو ترمنځ د ۵۰ اورونو درې اړخیزه سیریز ترسره سو.