وتلی فرهنګي،ادبي اؤ سیاسي شخصیت نظار یوسفزئ وفات شو

Dec 9, 2021 - 15:47
 8
وتلی فرهنګي،ادبي اؤ سیاسي شخصیت نظار یوسفزئ وفات شو

وتلی پښتون ټولنیز شخصیت،سیاسي اؤ ادبي فعال نظار یوسفزی د زړه د دورې له امله وفات شوی اؤ ټاکل شوې ده جنازه یې نن د زیارت په ماذیګر بجې پخپل پلرني کلي شاه منصور صوابۍ کې کیږي.

پښتنو سیاستمدارانو،لیکوالانو،شاعرانو ،خبریالانو اؤ مدني فعالانو دهغه مړینه پښتو اؤ پښتنو ته یو ستر زیان ګرځولی اؤ د ژبې،قام،ادب اؤ کلتور لپاره یې دهغه خدمتونه په زرینو ټکو ستایلي دي.

نظار یوسفزی د یوې اوږدې مودې راهسې له وطن لرې په عرب امارات دوبۍ کې دمسافرۍ ژوند کولو اؤ څلور ورځې وړاندې دهغه بل ورور هم په صوابۍ کې وفات شوی ؤ چې نوموړی یې دجنازې اؤ فاتحې مراسمو لپاره دا مهال کلي ته راغلی ؤ.

ښاغلي یوسفزي په متحده کې دعوامي نیشنل ګوند دعمومي سکتر عهده دیوې اوږدې مودې راهسې پرمخ وړله اؤ ددې ترڅنګ یې د پښتو شمشاد ټیلي ویژن سره دخبریال په توګه هم ذمه وارۍ ترسره کولې.