دهلمند په ګڼ شمیر ولسوالیو کې دانحصاراتو د اداري لخوا د تیلو لسګونه پمپونه وتړل سوه.

Oct 31, 2021 - 09:58
Oct 31, 2021 - 09:59
 4
دهلمند په ګڼ شمیر ولسوالیو کې دانحصاراتو د اداري لخوا د تیلو لسګونه پمپونه وتړل سوه.
دهلمند په ګڼ شمیر ولسوالیو کې دانحصاراتو د اداري لخوا د تیلو لسګونه پمپونه وتړل سوه.

د هلمند ولایت د انحصاراتو د ادارې له خوا په ګرشک، نادعلي، مارجې،ناوې، او ګرمسېر ولسوالیو کې ګڼ شمیر دتیلو پایې پمپونه وتړل سوه. د هلمند دانحصاراتو ادارې د مسئولینو په وینا چې یاد پمپونه یې ځکه تړلي دي چې یا یې د تېلو کیفیت ناسم او یا یې هم لېټر کم وو. مسئولین زیاتوي چې یاد کمپاین یې د ښه بررسۍ او پلټني په موخه پیل کړی دی ،او نورو ولسوالیو او سیمو ته به هم وغځېږي.

دا اقدام داسي مهال ترسره کیږي چي پدي وروستیو کې هلمندي وګړي د تیلو د کیفیت د ټيټوالي او د تیلو د قیمت لوړیدو څخه شکایت کوي.