نادعلي ولسوالۍ کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه.

Oct 31, 2021 - 12:46
 6
نادعلي ولسوالۍ کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه.
نادعلي ولسوالۍ کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه.

تیره ورځ د هلمند ولایت د مؤسیساتو ادارې په سرپرستۍ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۳۱۴ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه. دغه مرسته د PFW او AHO مؤسیسو په مالي همکارۍ ترسره سوه.په مرسته کې هري کورنۍ ته یوه(۱) بوجۍ اوړه ووېشل سوه . د مرستې پر مهال د مؤسیساتو ادارې په نمایندګۍ رباني مولوي صاحب او د یادو مؤسیسو نمایندګانو حضور درلود.

دا مرستي داسي مهال ویشل کیږي چي پدي وروستیو کي ولسي وګړي له سختي وچکالي او خراب اقتصادي وضیعت سره مخ دي.