اوکرايني چارواکي: په دونيڅک او لوهانسک کې د روسيې بريدونه په شا تمبول سوي.

Dec 16, 2022 - 13:15
 2
اوکرايني چارواکي: په دونيڅک او لوهانسک کې د روسيې بريدونه په شا تمبول سوي.

د اوکراین پوځ وایي، په دونیڅک او لوهانسک سیمو کې یې د هستوګنو پر نژدې ۲۲ سیمو د روسي ځواکونو حملې په شاتمبولي دي.

داوکراین د پوځ لوی درستیز په یوه بیان کې وویل چې تېره ورځ اشغالګرو ځواکونو ۲۳ هوایي بریدونه او څلور د میزایلو حملې وکړې چې دوو بریدونو یې په خارکیف کې ملکي هدفونه ویشتي دي.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز وویل، د روسیې د توپچي قوواو بریدونه د دونیڅک د سیمې پر بخموت او اودیاوکه ښارونو متمرکز و.

د هغه په وینا مسکو هڅه کوي چې د هارکوف په ختیځ کوپیانسک او د زاپوریژیا په جنوب ختیځ کې خپل تکتکي سنګرونه پیاوړي کړي.

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو هم تېره ورځ هوایي بریدونو ته دوام ورکړ چې د اوکرایني چارواکو په خبره یو شمېر ملکي وګړو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې.

سکون راډیو