په کاج ښوونیز مرکز کې ټپي سوې 'فاطمه امیري' د درملنې لپاره ترکیې ته لېږدول سوې ده.

Dec 16, 2022 - 13:28
 8
په کاج ښوونیز مرکز کې ټپي سوې 'فاطمه امیري' د درملنې لپاره ترکیې ته لېږدول سوې ده.

د کاج پر ښوونیز مرکز په برید کې ټپي سوې فاطمه امیري د درملنې لپاره ترکیې ته لېږدول سوې ده.

د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو له ډلې فاطمه امیري د مشهور افغان سندرغاړي فرهاد دریا په مرسته ترکیې ته د درمنلې لپاره استول سوې ده.

فرهاد دریا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د اغلې امیري د درملنې لپاره یې یوه اندازه پیسې راټولې کړي او د هغې په درملنه به یې ولګوي.

دریا وویل: "د خلکو او یو شمېر خواخوږو په مرسته مې یو اندازه پیسې د اغلې فاطمې د درملنې لپاره د (ګو فن مي) په مرسته راټولې کړي، له دې ټولو مهمه د فاطمه جانې د ترکیې ویزه مو د یو ملګري په مرسته ترلاسه کړله.

په همدې حال کې له یو شمېر امریکايي، ترکیي او هغه افغان ډاکترانو سره چې په امریکا کې ژوند کوي په اړیکه کې یو او هغوی هر ځلې فاطمه ګوري، موږ د یو بل ټیم په تمه یو چې هغوي هم خپل نظریات ورکړي بیا به ټول ډاکتران په ګډه تصمیم ونیسي چې درملنه په څه ډول پیل سي."

دریا وايي، د اغلې امیري درملنه به ډېر وخت ونیسي ځکه ټاکل سوې د جراحي څو مرحلې ترسره سي.

سره له دې چې اغلې امیري څو ځلې له ازادي راډيو سره د خبرو لپاره ژمنه وکړه، خو نوموړې پوښتنې ځواب نه کړې.

فاطمه امیري د روان میلادي کال د سپتمبر په ۳۰مه په کابل کې د کاج په ښوونیز مرکز برید کې ټپي او یوه سترګه یې ژوبله سوه.

سکون راډیو